د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۷/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې (۴۵) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۲۴۹) تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۹) تنه و، ننګرهار لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۸۳۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له (۴۵) کورنیو سره مرسته وشوه، چې مجموعاً (۳۷۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۹) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۷۷) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۱۲) کورنیو سره مجموعاً (۱۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۳۳) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۱۴) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۹۸) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نن (۵۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸٦) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۴۵۲) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۵۰) کورنیو سره مجموعاً (۳۳۰۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د اسلام کلا له لارې (۴۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۹۰) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۵) کورنۍ، (٦۰۲) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۲۵) کورنۍ، (۱۴۹) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۱۰۷) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۸۳) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

