د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د چهارشنبې ورځ، د ۱۰/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۴/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نن (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۹٦۱) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۴۴) کورنیو سره مجموعاً (۳۳۴۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۴۸) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د اسلام کلا له لارې (۱۱۰) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۵۰) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱۵۸) کورنۍ، (۴۵۳) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۴۴) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۴۸) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

