ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او له دوی هم د ورته اقدام غوښتنه کوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او له نړۍ هم د ورته اقدام غوښتنه کوي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته تر دې مهاله د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ستونزو له منځه وړلو لپاره ډیرې هڅې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان ۳۹ سیاسي استازولۍ فعالې دي.

د بهرنیو چارو د وزیر په وینا؛ په نږدې راتلونکې کې به د ټاپي، ټاپ او کاسه زر پروژو چارې پیل شي.

مولوي امیرخان متقي په دغه مرکه کې یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د نوي استازي ټاکل رد کړي دي.