ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ تر دې مهاله ۳۹ زره او ۸۹۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۳۹ زره او ۸۹۷ فلسطینیان شهیدان او ۹۲ زره او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم وحشي بریدونه دوام لري او هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان کېږي.

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو د تازه بریدونو له امله ۲۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز د فلسطین د احصایې مرکزي دفتر ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهېسې تر دې دمه د غزې تړانګې ۱.۸ سلنه وګړي شهیدان شوي.

د راپور پر اساس؛ د دغو شهیدانو ۷۵ سلنه یې له ۳۰ کلونو کم عمر کسان دي.