د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د هډې فارم سيمې له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو مشرانو او مخورو ویلي؛ په کمه موده کې د اسلامي امارت لويې لاسته راوړنې د ستايلو دي او په وینا یې په بشپړ ډول د اسلامي نظام د کورني او بهرني سياست ملاتړ کوي.
یادو مشرانو زیاته کړې؛ هماغسې چې افغان ولس د اشغال په موده کې له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه ولاړ و، اوس د اسلامي نظام د بقا او ثبات لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
دوی د خپلې سیمې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، افغانستان وروسته له ډېرو کړاوونو او تکلیفونو د ارام ساه اخیستې ده، چې باید ټول افغانان یې د ابادۍ لپاره سره یو موټی شو.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اوس هېواد کې امنیت ټینګ شوي دی، هر افغان ته خپل حق ور رسېږي او په ډېرو کمو امکاناتو د بیارغونې او ابادۍ لوی کارونه شروع شوي دي.
نوموړي یاد مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې پر ستونزو او وړاندیزونو به یې غور وشي.

