ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خان یونس کې فلسطینیان: موږ له مرګه د مرګ لوري ته پناه وړو

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د روان وحشت په دوام تازه خان یونس کې یو ځل بیا د عملیاتو پیلولو په موخه فلسطیني وګړو ته د خپلو سیمو پرېښودو امر شوی.

د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې دا درېیم ځل دی، چې صهیونیستی یرغلګر په خان یونس کې عملیات کوي.

دا امر یوازې څو ورځې وروسته له هغه شوی، چې فلسطیني وګړو ته د غزې په جنوب کې خان یونس ښار ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوه.

د الجزیرې نړیواله خبري شبکه وايي، چې خان یونس کې لسګونه زره فلسطینیان په نیمه شپه د خپلو کورنو او سرپناوو پرېښودو ته اړ شوي. یاد بې‌ځایه شوي لوېدیځ ته د المواسي او شمال ته د دیرالبلاح لوري ته روان دي، چې مخکې تر مخکې سلګونه زره کډوال پکې میشت دي.

د خان یونس اوسېدونکی ۲۸ کلن ذکي محمد وايي: “موږ ستړي یو. دا لسم ځل دی چې زه او کورنۍ مې خپله سرپنا پرېږدو.”

نوموړي رویټرز ته ویلي: “خلک خپل توکي، خپل ماشومان، خپلې هیلې او خپلې وېرې له ځان سره وړي او نا معلوم لور ته ځغلي، ځکه هېڅ خوندي ځای نشته. موږ له مرګ څخه د مرګ لور ته روان یو.”