ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زمري ۲۴مه(د فتحې ورځ)؛ هېواد مو خپلواک او هېوادوالو مو له اوږده ځنډ وروسته د ارام ساه واخیسته

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې ۹مه نېټه د افغانستان لپاره په دې خاطر یوه تاریخي ورځ وه، چې اسلامي امارت د امریکا په مشرۍ د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې بریالی شو، د ښکېلاک کرغېړن ټغر ټول شو او د دوو لسیزو یرغل ته یې د پای ټکی کېښود.

د زمري ۲۴مه؛ هغه ورځ چې د ټولو افغانانو هیله وه، دا هغه ورځ وه چې په خپلواکه توګه هېواد کې د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو، ۲۰ کلن اشغال پای ته ورسېد، افغانان هیله مندې سولې ته ورسیدل، وینه تویونه بنده شوه هېواد او هېوادوالو مو د ارام ساه واخیسته او د لمر په ډول ځلانده اسلامي شرعي نظام حاکم شو.

د اسلامي امارت له حاکميت سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې بې بېلګې امنيت ټینګ شو، د وژنو، اختطافونو، غصب او ويرې پر ځای ژوند، خوښيو، عدالت او ډاډ ونيو؛ اوس هر افغان له هر ډول ډاره پرته د ژوند چارې پر مخ وړي.

اسلامي امارت توانېدلی، چې د نړيوالو له لوري پر اقتصادي محدوديتونو سربېره د هېواد په کچه د ځينو سترو بنسټیزو پروژو کارونه له ملي بودیجې پيل او تمویل کړي؛ د بېلګې په توګه د قوشتېپې ستر کانال، د قشقرې د نفتو د استنې چارې، د لويو لارو په بنسټيز ډول بيارغونه او ورته نور د ابادۍ او پرمختګ هغه زیري دي، چې نړۍ یې د اسلامي امارت کارنامو ته ګوته په غاښ کړې.

د اسلامي امارت مسولینو په مدبرانه دريځ او نه ستړي کېدونکو هڅو سره نن نړۍ د افغانستان د بيارغاونې په برخه کې د سترو او مهمو پروژو پلي کېدو ته حیرانه کړې ده، کومو چې دا هېواد د ځان بسياينې پر لور ګامزن کړی دی.

اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل د یوه خپلواک هېواد په توګه د دوه اړخیزو ګټو د خوندیتوب په رڼا کې مخته وړي او اندیښنو ته یې په سیستماتیکه بڼه د حل ځواب ورکوي.

اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، رغنیزو او نورو برخو کې دومره پرمختګونه کړي، چې تیرې ادارې له ټول نړیوال مالي سپانسر سربېره، په ۲۰ کلونو کې ترسره نه شو کړای.

اسلامي امارت د کڼو ننګونو سره د نړیوالو اندونو خلاف په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، علمي، روغتیايي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې په دې پرمختګونو سره یې نړیوال په خپلو اندونو کاذب ثابت کړي دي.