مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیبالله احمدي او د لوړو زدهکړو یوه رسمي پلاوي د مالیزیا د لوړو وزارت د نړیوالو اړیکو له مشرې عزه بنت عمر او د لوړو زدهکړو له رییس داتو اعظم او یو شمیر نور مسولینو سره لیدنه کړې.
دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تحصیلي اړیکو د پراختیا، مالیزیا کې د مېشتو افغان زدهکړیالانو د ستونزو حل، د ویزو ورکړې برخه کې اسانتیاوو رامنځته کولو، افغان محصلینو ته د علمي سفرونو برابرولو، د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د بېلابېلو برخو د ظرفیت لوړونې او د لنډمهاله ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو په تړاو خبرې شوې دي.
دغه پلاوي دغه راز د افغان کادرونو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا برخو کې د زدهکړو زمېنو برابرولو او هوکړه لیکونو لاسلیک په موخه د یاد هېواد له یوه شمیر نامتو پوهنتونونو څخه هم لېدنه کړې ده.

