ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایراني پانګوالو یوې ډلې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فولاد مبارکه او د دغه شرکت تر چتر لاندې د نورو شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

په دغه لیدنه کې، ایراني پانګوالو د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي او په افغانستان کې د اوبو رسونې او د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوبو او انرژي وزیر د هغوی د لېوالتیا څرګندولو د هرکلي ترڅنک یادونه کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

ملا عبداللطیف منصور پانګوالو ته د یاد وزارت له لوري د اړینو همکاريو ډاډ ورکړی او د همغږي په رامنځته کولو او د عملي چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار کړی دی.