د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ؛ د مالیې وزارت د مرستیال، د کرنیزې پرمختیا صندوق رییس، د بانک مسولینو، د کرنې وزارت سلاکارانو او د یاد وجهي صندوق د یو شمېر عملیاتي چارواکو په ګډون جوړه شوې.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ د کرنیزې پرمختیا صندوق د بزګرانو او مالدارانو لپاره ګټور او د دې صندوق د ودې لپاره باید اغېزمنې چارې ترسره کړي، موږ باید هلې ځلې وکړو، چې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق ته څنګه وده ورکړو، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.
دغه راز د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري په تېرو اوو مياشتو کې د کرنیزې پرمختیا صندوق فعاليتونه او لاسته راوړنې بيان کړې او د دغه صندوق د ودې پر وړاندې د ننګونو، ستونزو او حل لارو په اړه يې خبرې کړې دي.
د کوچنیو مالي تمویلاتو د پور د دوام یا بندولو او د دې پروګرام لپاره د نوې برنامې د جوړولو، په محاکمو کې د مشتریانو د دوسیو ستونزې او د کویټ فنډ د پور له برخې څخه د بسپنې د لري کولو او د صندوق د بېلانس شېټ په اصلي بانګه کې د هغه ګډول د دې غونډې اصلي موضوعاتو وو.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
د دې صندوق اصلي دنده د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره کروندګرو او کرنيزو متشبثینو ته د اسلامي تمویل زمینه برابرول دي.

