د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې افغانستان کې د داعش د پراخ موجودیت او په تهدید بدلیدو په تړاو د غربي هېوادونو او نهادونو اندېښنې بېځایه او پروپاګند امیزه دي.
نوموړی زیاتوي، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.
ښاغلي مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “همدا راز د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط لاندې ده، هېڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري. په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول په واقعیت کې د هغو ډلو لپاره کمپاین دی، چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشولو هڅه ونشي.”
مولوي ذبیحالله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه ګواښ پیښ شي.

