د کډوالو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه غوښتي، چې په دې هېواد کې د مېشت افغان کډوالو سره زور زیاتی پای ته ورسوي او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
یاد وزارت وايي: “په دې وروستیو کې په ایران هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې مونږ یې ډیر اندیښمن کړي یو.”
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ایران هیواد دتیر ۴۰ کلن کوربه توب له قدردانۍ سره له دغه هېواد هیله لري، چې د مهاجرینو په هکله د تیر په څیر له صبر او زغم څخه کار واخلي، د مهاجرینو ستونزو ته رسیدنه وکړي او له هغوی سره زور زیاتی پای ته ورسوي.
دې اعلامیه کې راغلي؛ د کډوالو جبري ایستل د ټولو اسلامي، نړیوالو او د ګاونډيتوب له اصولو خلاف کړنه ده. په دې هکله باید ددواړو هېوادونو ترمنځ په همغږۍ تشویقي برنامې جوړې او یاد هدف ترلاسه شي.
په یاده اعلامیه کې له افغان کډوالو غوښتنه شوې، چې په خپله خوښه او باعزته توګه هېواد ته راستانه او د کوربه هېواد ټول قوانین په پام کې ولري او درناوی ورته وکړي.
یاد وزارت زیاتوي: “لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ له دوی هم غواړو، چې هغه موارد له منځه یوسي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي او یا ځینو جهتونو ته د ناسمو تبلیغاتو زمینه برابروي.”

