د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ او د پروان او کاپیسا ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او متنفذينو سره لیدنه کړې.
په دې ناستو کې، د ننګرهار قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند ویاړ بللی او اسلامي نظام ته يې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی دی.
هغوی دغه راز د ننګرهار په ځانګړي ډول د سپین غر ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د پروان او کاپیسا ولايتونو قومي مشرانو او متنفذينو بيا ايران او قطر ته د رياست الوزرا سياسي مرستيال وروستي سفرونه له يادو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو پياوړتيا لپاره اړین بللي او ویلي يي دي، افغانان د اسلامي امارت د کورني او بهرني سياست پر برياليتوب خوښ دي.
دوی همداراز زیاته کړې؛ په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام شتون لري ، چې د ملي ګټو پر اساس خپلواک کورنی او بهرنی سیاست پر مخ وړي.
یادو قومي مشرانو او متنفذينو له اسلامي امارت څخه په خپلو سیمو کې د اوبو رسونې، روغتیايي مرکزونو، د ښوونځیو او مدارسو لپاره د ودانیو جوړولو پروژو پيلولو غوښتنې کړي دي.
مولوي عبدالکبیر یادو قومي مشرانو او متنفذينو ته د ښه راغلاست او له هغوی څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت او اسلامي نظام یو قوم او ډلې پورې محدود نه دی، بلکې د ټولو افغانانو شریک او له هر ډول تبعیض پرته پکې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال يادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

