ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د زمري ۲۴مه به د فتحې د ورځې په نامه په ټول هېواد کې ونمانځل شي

اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د زمري ۲۴مه له امریکايي اشغال څخه د فتحې ورځ نومول شوې او په ټول هېواد کې به په شانداره مراسمو ونمانځل شي.

د یاد وزارت مسولین زیاتوي، چې په مرکز او د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د نمانځنې لپاره اړین چمتووالی نیول شوی دی.

د اسد ۲۴مه چې امریکايي اشغال پای ته پکې ورسېد په تېرو دوو کلنو کې په ټول هېواد کې نمانځل شوې؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسولینو په وینا؛ سږ کال به دا د فتحې ورځ په ځانګړو او شانداره مراسمو ونمانځل شي.

مسولین وايي، چې د بیرغونو تر څنګ، بنرونه، د اسلامي امارت ډیجیټلي سکرینونه او د خپلواکۍ په تړاو په بېلابېلو پیغامونو یو میلیون سټیکرونه جوړ او په خلکو به ووېشل شي.