ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: هېواد کې د اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره ګڼې کاري زمینې برابرې شوې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو له یو شمېر ځوانانو او محصلینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ځوانانو او محصلینو د امنیت د ټینګښت، د نشه یي توکو او اداري فساد د له منځه وړلو، د لویو او وړو پراختیایي پروژو د پلي کولو، زلزله ځپلو او د سېلابونو زیانمنو شویو ته پر وخت رسېدنه، د مالیاتو د معافیت، کموالي او په نورو برخو کې د اسلامي امارت د کړنو او لاسته راوړنو یادونه کړې.

نوموړو همداراز د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

یادو ځوانانو ویلي؛ اسلامي امارت په بېلا بېلو برخو کې د ظرفیت لوړولو په موخه کوښښونه کړي.

دوی د اسلامي امارت له مسولینو څخه غوښتنه کړې، څو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو، تحصیلي بورسونو، په نویو وسایلو او تجهیزاتو د هېواد د روغتونونو سمبالولو او د ډاکترانو د اکمال تخصص پروګرامونو پراختیا ته پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ځوانان د هېواد د راتلونکي معماران بللي او ویلي یې دي، د هېواد ابادي او پرمختګ ستاسي په  زحمتونو او کوښښونو پورې اړه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د دندو فرصتونو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې دوام لري او کولی شو، چې د نساجۍ کارخونو د فعالېدو، د کانونو د را ایستلو، د پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د اوبو کانالونو د جوړېدو، د کرنیزې ودې او د سوداګرۍ د پراختیا؛ په هېواد کې د اقتصادي زمینو یادونه وکړو.

اداري مرستیال ویلي، د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اسلامي امارت تصمیم نیولی، چې په منل شویو معیارونو یو نمونوي روغتون جوړ کړي، چې په نږدې راتلونکي کې فعالیت پیلوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د یادو ځوانانو او محصلینو د وړاندیزو په اړه ویلي، اسلامي امارت به تر خپله وسه او خپلو امکاناتو ته په پام رسېدنه وکړي.