د چارو ادارې لوی ریاست له لوري په سلامخانه ماڼې کې د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوې.
دغه غونډه کې د ریاست الوزرا د دفتر رییس داکتر ملا عبدالواسع خادم، د چارو ادارې لوی ریاست مرستیالانو مولوي سیف الدین تائب او قاري عبدالولي صدیقي، د وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر رییسانو او د چارو ادارې لوی ریاست ریيسانو ګډون کړی و.
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ دا غونډه د چارو ادارې لوی ریاست ته د امارتي ادارو او وزارتونو له لوري د رالېږل کېدونکو مکتوبونو، پیشنهادونو، طرحو او طرزالعملونو د ستونزو او نواقصو د حل په موخه جوړه شوې ده.
ډاکتر ملا عبدالواسع د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال ویلي؛ اسلامي امارت په لږ وخت کې د امنیت، اقتصادي ودې، بیارغاونې او په نورو بېلا بېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړی چې دوستان او دښمنان پرې اعتراف کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د چارو ادارې لوی ریاست یو له مرکزي بنسټونو څخه دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د ریاست الوزرا عالي مقام احکام، فرامین او لارښوونې نورو امارتي ادارو ته تکثیروي، نو اړتیا ده چې ټولې ادارې ورسره لا ډېره همغږي او هر اړخیزه همکاري ولري.
همدارنګه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي ویلي؛ دغه اداره د امارتي ادارو ترمنځ د پل حیثیت لري او اړتیا ده، چې د سندونو او طرزالعملونو د پړاوونو په بشپړولو کې د هغو قوانینو او اصولو پیروي وشي چې د چارو د لا ښه والي او د نظام د پیاوړتیا لامل کېږي.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زیربناوو ریيس مفتي شمس الرحمن د دې ادارې کاري ساحه ګډونوالو ته تشریح کړې.
همدارنګه د دې ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو رییس مولوي محمد صادق عاکف د امارتي وزارتونو او ادارو معینانو او رییسانو ته د مکتوبونو، طرحو او طرزالعملونو په برخه کې د عمده نواقصو د حل په موخه پریزنټېشن وړاندې کړی دی.

