د افغانستان بانک خلکو او سوداګرو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه په سوداګریزو بانکونو د محدودیتونو کچه نوره هم راټیټه کړې.
یاد بانک وايي، چې له دې وروسته د افغانیو بانکي حساب لرونکي په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او ډالري بانکي حساب لرونکي دوه زره امریکايي ډالر اخیستلای شي. همدارنګه شرکتونه له خپلو بانکي حسابونو څخه د پینځه سلنې پرځای لس سلنه پیسې ایستلای شي.
سوداګر او پانګوال د افغانستان بانک له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي، چې په دې کړنې سره به په بانکونو کې شته پیسې په چلښت راشي او د خلکو اقتصاد به لا وده وکړي.
بل لور ته هېوادوال هم خوښ دي، چې د افغانستان بانک له لوري د بانکي محدودیتونو کچه راټیټږي. دوی وايي، چې په دې اقدام سره به په بازار کې د خوراکې توکو کچه زیاته او اقتصادي پرمختګ به رامنځته شي.
ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې د مرکزي بانک له لوري د بانکي محدودیتونو لرې کول به د هېواد په بانکي سکټور د خلکو باور لا زیات او سوداګر او پانګوال به بیا ځلې بانکوالۍ ته مخه کړي.
د افغانستان بانک د یادې پریکړې له مخې هغه انفرادي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له ۲۰ زره امریکایي ډالرو یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د پیسو ایستلو لپاره یې هېڅ ډول محدودیت نشته. همدارنګه هغه شرکتي بانکي حسابونه چې بیلانس یې له دیرش زره امریکایي ډالرو او یا یې معادل په افغانیو څخه پورته نه وي، د یاد مبلغ د ویستلو لپاره هیڅ ډول محدودیت ورته ندی ټاکل شوی.

