ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال څه باندې ۳ میلیونه او ۲۶۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسولینو نن (چهارشنبه د زمري ۱۷مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې تشریح او له رسنیو سره شریکې کړې.

د یادې ادارې مسولین وايي؛ د وروستي یوه کال په جریان کې ۳ میلیونه، ۲۶۵ زره او ۶۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

دغه‌راز د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولییز ډول د وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو کچه ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسولین زیاتوي؛ هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پینځه دفترونه فعال شوې، چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو وېش او نورو برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کړي.

د دې تر څنګ به ډېر ژر په پکتیا، فاریاب، فراه او کندوز ولایتونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیستل شي.

د مسولینو په وینا؛ په بهر کې هېوادوالو ته د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت څانګه فعاله شوې او تمه ده، چې په نېږدې راتلونکي کې به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو کې هم څانګې پرانیستل شي.

د یادې ادارې مسولین د خپلو لاسته راوړنو په تشریح کې وايي، چې د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور یې د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې ګڼې سروې‌ګانې کړې او پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.

دغه راز د احصایې ادارې د موندنو له مخې، په تېر کال کې د هېواد ناخالصه تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر وو، چې د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالي ښیي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په حاصلاتو کې یې د مخکیني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې ترڅنګ د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پُنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د مخکیني کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

په بېلابېلو برخو کې د سروې‌ګانو کول؛ ۴ میلیونه ته د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول؛ په کابل، بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانګو فعالول؛ په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې هېوادونو کې د اسان خدمت څانګو پرانیستل؛ د هرات په شین ډنډ، د ننګرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانیستل؛ په روان کال کې د یادې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل شوي دي.