د سې شنبې ورځ، د ۲/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱٦/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۰۷ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ٦۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۸ کورنیو سره مرسته شوې، چې ټولې۲۹۴ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې پینځه کورنۍ په مؤقت ډول مېشت کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۳ کورنیو سره ټولې۳۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۳۴ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷٦ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ٦٦۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې۲۵٦ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ٦۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته بېلا بېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱٦۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۹۷ کورنیو سره ٦۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې ۴٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۰۸ کورنۍ، ۷۹۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۳ کورنۍ، ۱۱۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۱۲ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۵۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۸۷ عدده

