ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د کورنيو توليداتو صادرونکو سوداګرو ټولنې فعاليت پيل کړ

د کورنيو توليداتو صادرونکو سوداګرو ټولنې مرستيال محمد ناظري ویلي؛ کابل کې د کورنيو توليداتو صادرونکو سوداګرو ټولنې، د کورنيو توليداتو ملاتړ او بهرنيو هېوادونو ته په نړیوالو معيارونو برابر د افغاني توايداتو د صادراتو د کچې لوړیدو په موخه خپل فعاليت پيل کړ.

په ورته وخت کې د دغې ټولنې اقتصادي مشاور عبدالنصير رشتيا ویلي؛ د افغان سوداګرو پروړاندې یواځینۍ ستونزه د صادراتو د کچې کموالى او د وارداتو ډيروالی دی.

نوموړي زیاته کړې، که افغانان د بهرنيو توکو پرځاى د کورنيو توکو ګټه واخلي افغان صنعت به پياوړی او د وارداتو کچه به را کمه شي.

د کورنيو توليداتو صادرونکو سوداګرو ټولنه په داسې وخت خپل فعاليت پیل کړی، چې افغانستان اوس مهال په ۱۳۳ سکټورونو کې په ځان بسيا شوى دى او شپږ زره او ۵۰۰ بېلا بېلې کارخونې فعاليت کوي.