اسرائیلي یرغلګرو پرون یکشنبه د غزې په لوېدیځ کې پر دوو ښوونځیو هوايي بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
په یادو دوو ښوونځیو کې د جګړې له امله بېځایه شوي او کډوال استوګن وو.
د راپورونو پر اساس؛ د حسن سلما او نصر په نوم یادو ښوونځیو باندې شویو بریدونو کې ډېری قربانیان ماشومان دي.
د دې تر څنګ د یکشنبې په سهار د الاقصی روغتون په انګړ د اسرائیلو په برید کې پینځه کسان شهیدان او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې روغتون په انګړ کې هم فلسطیني کډوالو او بېځایه شویو پناه اخیستې وه، چې خیمې یې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په نښه شوې.
په دیرالبلاح کې پره یوه بل کور هم توغندیز برید شوی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
دغهراز ۸ نور فلسطینیان د غزې په شمال کې د جبالیه په کمپ د صهیونیستي رژیم د برید له امله شهیدان شوي او درې نور د اسرائیلو په نورو بریدونو کې شهیدان شوي دي.

