ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: افغانستان اوس خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې، دې هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په قطر کې د اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم شتون درلود.

په دې ناسته کې، په قطر کې د مېشتو افغانانو په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت او د افغانستان په روان وضعیت خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ دا چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، نو په قطر کې مېشت سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دوحه کې مېشتو افغان سوداګرو او علماوو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې په افغانستان کې د یووالي تحکیم، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشي.

دوی همداراز خپل وړاندیزونه او ستونزې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په قطر کې له مېشتو افغانانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ نن افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري، چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې، اقتصادي‌ او سیاسي‌ اړیکې لري.

نوموړي ویلي؛ افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د سیاست، اقتصاد او امنیت په برخو کې پام وړ پرمختګونه کړي، فساد پای ته رسېدلی، پر ټول افغانستان یو اسلامي نظام حاکم دی او خلک له نظام سره بشپړ همکار دي.

د دې ليدنې په پای کې سیاسي مرستیال له ټولو بهر مېشتو سوداګرو او پانګه والو څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خپل هېواد په رغولو کې ونډه واخلي.