ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۸/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۳/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

  د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۸۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شويدي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۴۹ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۳۸۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

په تیرو دوه ورځو کې د تورخم په عمري کمپ کې ۲٦ کورنۍ په مؤقت ډول مېشت کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۳ کورنیو سره ټولې۲٦۴ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تیرو دوه ورځو کې ٦۰ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۲۹۴ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۹۳ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹۹۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره ټولې۹۰ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې په تېرو درې ورځو کې ۲۳۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ٦۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۱۹ کورنیو سره ۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو درې ورځو کې ۱۸۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۲۴ کورنۍ، ۴۸۹ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۱۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۰۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۱ عدده