ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاري محمدیونس راشد: له ۴۰ تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک شوي

د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمدیونس راشد ویلي؛ هېواد کې تحصیلي، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو ته د ځوانانو د لار موندنې په موخه مو له ۴۰ پوهنتونونو او موسسو سره تړونونونه لاسلیک کړي دي.

د ځوانانو چارو معینیت د تحصیلي خدمتونو امر روح الله جبارخیل ویلي؛ هغه ځوانان چې واجد شرایط وي، کولی شي له دغه چانس څخه ګټه واخلي.

ورته مهال د تحصیلي بنسټونو مسولین ځوانانو ته ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، چې دغه تړونونو کې د زده کړو یوه بشپړه دوره شامله ده.

یو شمیر ځوانان د ځوانانو چارو معینیت دغه ګام ستایلی، او له مسولینو یې غوښتنه کړې، چې دغه هوکړه دې د تحصیلي دورې تر پایه عملي شي.

د ځوانانو چارو معینت په وینا، د تیرو نږدې درې کالو راپدیخوا یې شاوخوا ۱۰ زره ځوانان هېواد کې په ځانګړي تخفیف سره تحصیلي بنسټونو ته ور پيژندلي دي.