ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه کړې

د ټولګټو وزير ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل – کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه کړې.

دغه راز د ټولګټو وزير د کابل – کندهار لويې لارې په اوږدو کې له شپږ محرابه مسجدونو څخه هم ليدنه کړې، چې د پینځه محرابه مسجدونو ودانيزې چارې يې سږ کال پيل شوي دي او د يو محراب مسجد د رغونې کار په دامان ولسوالۍ کې تير کال پيل شوی و او ۶۰ سلنه چارې یې پرمخ تللې دي.

نوموړي په ياد درې ورځيني کاري سفر کې د وزارت او قراردادي شرکتونو له اړوندو ماشينريو، کمپونو، کرش‌پلانتونو، قير پلانټونو او کارخونو څخه لیدنه کړې.

ملا محمد عيسی ثاني د یاد وزارت او قراردادي شرکتونو مسولینو، تخنيکي او کاري ټيمونو ته يې لارښوونه کړې چې، خپلې ورسپارل شوې چارې دې په غوره کيفيت، چټکتیا او ټاکلي وخت ترسره کړي.

 همدارنګه د ټولګټو وزير د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې له نصب شويو تلو څخه هم ليدنه کړې او اړونده مسولينو ته يې د بار‌وړونکو وسايطو د جدي څارنې لارښوونه کړې، ترڅو د يادې لويې لارې رغول شویو برخو د ويجاړيدو څخه مخنيوی وشي.