ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصاد وزارت: تېر کال کې غیر امارتي موسسو په بېلا بېلو برخو کې دوه زره او ۱۹۴ پروژې پلي کړي

د اقتصاد وزارت مسولینو د پنجشنبې په ورځ ( ۱۱ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په دویمه ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په تېر کال کې د یاد وزارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.

د یاد وزارت مسولینو وویل؛ چې د افغانستان د ملي پراختیا د پینځه کلنې ستراتېژۍ د مسودې ترتیب، د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، پوهنې او روغتیا سکتورونو د وضعیت تحلیل، د کار د اقتصادي لید لوري ترتیب، د غیر امارتي موسسو د فعالیتونو څارنه، د پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه او په ملي او نړیوالو ناستو کې فعاله ګډون، په وروستي یوه کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

نوموړو زیاته کړه؛ په وروستي یوه کال کې د غیر امارتي کورنیو او بهرنیو موسسو لخوا د بشري او بېړنیو مرستو او پراختیا برخه کې شاوخوا دوه زره او ۱۹۴ پروژې پلې شوي، چې له امله یې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز په روان کال کې د نېږدې یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، شاوخوا یو زر او ۳۳۸ پروژې تر کار لاندې دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، دوه زره او ۴۷۷ غیر امارتي موسسې په هېواد کې فعالیت لري، چې دوه زره او ۱۹۹ یې کورنۍ او ۲۷۸ یې بهرنۍ موسسې دي.

دغه راز په تېر کال کې ۱۵۹ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ موسسې تازه ثبت شوي او د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو موسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي دي او د ۲۴ میلیونه ډالرو په اندازه، یو زر او ۴۷ کورنیو او بهرنیو موسسو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوي دي.

د دې وزارت د مسولینو په وینا، په مرکز او ولایتونو کې د ۳۷۹ پراختیایي پروژو د کار له جریان څخه څارنه شوې او د ۷۰ نورو پراختیایي پروژو، چې د هندوستان هېواد لخوا تموېلدې د وضعیت ارزونه شوې چې د ارزونې راپور یې د پروژو د چارو د بشپړېدو په موخه، له هغه هېواد سره شریک شوی دی.

د اقتصاد وزارت مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتېژۍ وروستي کول، د کرنې، کلیو پراختیا، روغتیا، پوهنې، حکومتولۍ، امنیت، او مسکن سکتورونو د وضعیت تحلیل، د حلقوي، ولایتي او کانونو د سړکونو د وضعیت تحلیل، د ۱۴۰۳ کال د کار د اقتصادي لیدلوري ترتیب، د بهرنۍ سوداګرۍ، پانګونې، خصوصي او بانکي سکتورونو د وضعیت تحلیل، د ۱۴۰۴ کال د ولایتي پراختیایي پروګرامونو اولویت بندي او غیر امارتي موسسو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول؛ په روان کال کې د اقتصاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.