ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسماعیل هنیه شهادت؛ د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه ګڼلې

د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن سهار د ایران په پلازمینه تهران کې په شهادت ورسېد.

د ښاغلي هنیه د ترور پېښې ته د اسلامي امارت په شمول د ګڼو هېوادونو مشرانو جدي غبرګونونه ښودلي او د نوموړي شهادت یې د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه ګڼلې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجيبه ګڼي او د يرغلګر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.”

اسلامي امارت یو ځل بیا له اغېزناکو لوريو په ځانګړې توګه له اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې په سیمه کې د صهیونیستي یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.

په یاده اعلامیه کې راغلي: “د صهيونيستي رژيم د جنایتونو دوام به له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه لا بې‌ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلګرو صهيونيستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.”

د حماس مشرانو د اسماعیل هنیه شهیدول یو ناځوانمردانه عمل ګڼلی او ویلي یې دي، چې بې‌سزا به پاتې نشي.

د حماس یو چارواکي سمیع ابو زهري ویلي: “د اسرائیلو له لوري د ورور هنیه شهیدول د حماس او زموږ د خلکو د ارادې د ماتولو او د خیالي اهدافو د ترلاسه کولو په موخه د وضعیت ترینګلي کېدل دي. موږ باوري یو چې دوی به پخپلو ناوړه اعمالو موخو ته ونه رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې حماس یوه مفکوره او بنسټ دی نه افراد. حماس به له قربانیو سره-سره پر خپله لاره تګ ته دوام ورکړي او موږ په بریا یقیني یو.”

د اسلامي جهاد غورځنګ ویلي، چې د دښمن له لوري ترسره شوی جنایت به مو مقاومت ته زیان ونه رسوي.

له بل لوري د فلسطین ولسمشر محمود عباس د ښاغلي هنیه د ترور پېښه په کلکه غندلې او دا یې یو بزدلانه عمل ګڼلی دی.

نوموړي د فلسطین پر ولس او ځواکونو غږ کړی، چې د اسرائیلو اشغالګرو پر وړاندې دې خپل یووالی ټینګ وساتي او خپل عزم او استقامت دې پیاوړی کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي، چې دا پېښه او په غزه کې د ملګي وګړو دوامداره په نښه کولو کې د اسرائیلو بې‌غوري به په سیمه کې د ګډودۍ لامل شي او د سولې شونتیا به زیانمنه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې له دې کرغېړن عمل څخه د دښمن موخه د فلسطین د ارمان، د غزې د سپېڅلي مقاومت او زموږ د فلسطیني وروڼو د حقوقو پر وړاندې د مبارزې د لارې ګډوډولو هڅه ده.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي ویلي، چې صهیونیستي رژیم د هنیه په شهیدولو د ځان لپاره د سختې سزا زمینه برابره کړه.

روسیې د اسماعیل هنیه د شهادت پېښه غندلې.

سوریې ویلي، چې د اسماعیل هنیه په شهادت سره به په ټوله سیمه کې اور بل شي.

ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی و او نن سهار چهارشنبه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه په تهران کې ترور او په شهادت ورسېد.