ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د احمدشاه‌ بابا مېنې په وېش څانګه کې د ۱۴۰۳ کال له پیله تراوسه څه باندې ۲۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویلي؛ د کابل ښار د احمدشاه بابامېنې څانګه کې د روان کال له پیله تراوسه، ۲۶ زره او ۷۷۵ نوې برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې، یو زر او ۳۷۰ نورو هېوادوالو ته له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي.

د دې څانګې عمومي مدیر نېک‌ ولي خان ایمان ویلي؛ یادې څانګه ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ غوښتونکي مراجعه کوي.

 ښاغلی ایمان زیاته کړې؛ په دې څانګه کې له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د زېږونونو، ودونو ثبت، د مثنی پېژندپاڼې او پېژندپاڼې د نوي کولو خدمتونه هم وړاندې کېږي.

ځینې هېوادوال، چې د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دې څانګې ته راغلي دي، د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کول ټولو هېوادوالو ته له بېلا بېلو دولتي او غیردولتي بنسټونو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اړین ګڼي.

د یادونې وړ ده،چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د برېښنایيپېژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کول اسانه کړي.