د سې شنبې ورځ، د ۲۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۹/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۱۹ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، ننګرهار، او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸٦ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵٦ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۲٦ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې نهه کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۲۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲٦٦ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
۳٦ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۱٦ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۳۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۴۰۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ٦۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۴۷۲ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې۳۰۲ زره مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۷۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ٦۸ کورنیو سره ۴۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۲٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۹۴ کورنۍ، ۷۴۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲٦ کورنۍ، ۱۱۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۰۱ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۴۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۱۰ عدده

