د امارتي ادارو د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشرېح لړۍ نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پیل شوه.
د رییسالوزرا عالي مقام د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د دغې لړۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: “د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړ کوو ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې غښتلي شي، د خلکو باور او اعتماد پر نظام زیات شي، حقایق ترخلکو ورسیږي او د هېوادوالو او دولت ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړي شي.”
نوموړي زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې په ټولو برخو کې یو شمیر مهم او اساسي اقدامات ترسره شول او په جدیت سره لا هڅه روانه ده ترڅو زموږ ګران هېواد افغانستان خودکفايي او ځان بساینې ته ورسیږي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د هېواد ابادي، سوکالي او پرمختګ د دولت، ملت او رسنیو ګډ مسئولیتونه ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې باید په رېښتني توګه یې ترسره کړي.
په دې مراسمو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس مولوي نعیمالحق حقاني ویلي، چې یاده لړۍ به د روان لمریز کال د وږي میاشتې تر پایه دوام وکړي.
له رسنیو سره د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام نن په رسمي ډول د رسنیو په مرکز کې پیل شو، چې هره امارته اداره به خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له هېوادوالو او رسنیو سره پکې شریکې کړي.
د دې پروګرام د پیل په لومړۍ ورځ صنعت او سوداګرۍ وزارت خپلې لاسته راوړنې له ملت او رسنیو سره شریکې کړې.

