د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه نن سهار (چهارشنبه، د زمري ۱۰مه) له يوه ساتونکي سره په تهران کې شهید شوی.
د ایران سپاه پاسداران وايي؛ نن سهار د نوموړي په استوګنځي برید شوی، چې ښاغلی هنیه او یو ساتونکی یې پکې شهیدان شوي.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې لامل او ابعاد تر څېړنې لاندې دي او پایلې به یې وروسته اعلان شي.
نوموړی تهران ته د نوي ولسمشر مسعود پژشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تللی و.
د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي هنیه اولادونه، ميرمن او د کورنۍ نور غړي فلسطين کې د اسرائیلو په بريدونو کې شهيدان شوي وو.

