کابل ولایت کې د چکډېمونو پینځه پروژې د یوولس میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د یوې غونډې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي ملا امین الله عبید، د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریيس انجنیر عارف مومند، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې مولوي نورالله حکمت، تخنیکي مسولینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او انرژي وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې چې د کابل ولایت په چهار اسیاب ولسوالي کې جوړه شوې وه د هغوی د پلي کولو موخه د اوبو سرچینو پياوړتیا، د باران اوبو د را ټولولو، د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوی، د چاپېریال ساتنه او د خلکو لپاره د کار موندنې زمینه بللې او ویلي يي دي، له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت فعالیتونه د انرژي د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې په ښه توګه روانې دي.
په ورته مهال، د کابل والي هم د دغو پروژو ارزښت ته په اشارې سره د هغوی بشپړېدل د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام بللی.
همدغه راز د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریيس انجنیر عارف مومند د پروژو په هکله معلومات وړاندې کړي او څرګنده کړې یې ده، چې دغه پینځه پروژې په چهار اسیاب، بګرامي، خاک جبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې پلي شوې او په ټوله کې د اته زره او ۲۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې څه باندې اووه زره کورنۍ ورڅخه برخمنې کېږي.

