د دوشنبې ورځ، د ۲۳/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۸/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱٦٦ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۰ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۹۰ رزه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۸۲ افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې ۱۷ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۵ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۳٦ کورنیو سره ټولې۲۹٦ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تیرو دوه ورځو کې ۳۸ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۸۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۱۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۹۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۰۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې۲۸۸ زره مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تیرو دوه ورځو کې ۲۳۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۰۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۲۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۱۱۹ کورنیو سره ۹۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
په تیرو دوه ورځو کې د هرات په اسلام کلا کې ۸۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۳۱ کورنۍ، ۷۷۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۹ کورنۍ، ۱۳۰ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۳۱ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۷٦ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲٦۴ عدده

