د سویس اینفو ورځپاڼې تېره یکشبنه د زمري میاشتې په ۷مه خبر ورکړی، چې دا هېواد به راتلونکی منی افغانستان کې د بشري مرستو دفتر له سره پرانیزي او څلور کارکوونکي به یې افغانستان کې د سویس هېواد له لوري تمویل کېدونکې پروژې وڅاري.
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د سویس هېواد له یادې پریکړې هرکلی کړی او دې هېواد ته یې افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی.
له دې سره هممهاله اقتصاد وزارت له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ټولو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او موسساتو غوښتي، چې د بشري مرستو تر څنګ دې افغانستان کې پراختیايي او رغنېزه برخه کې هم مرسته وکړي، تر څو د افغاستان اقتصادي زیربناوې ورغول شي، خلکو ته کارپيدا او په تدریج سره پرځان بسیا اقتصاد ولري.
بل لوري ته د اقتصادي چارو شنونکي هم په نړیوالو غږ کوي، چې خپلې مرستې له حکومت سره په همغږۍ او د بشري برخې ترڅنګ په بنسټیزو هغو کې هم ولګوي.

