د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې لس تنه غوره زده کوونکي، د هغوی ښوونکي او د کورنۍ غړو سره لیدنه کړې او ستایلي یې دي.
خلیفه سراج الدین حقاني د یادو مخکښو ګډونوالو بریا د ټول ملت ویاړ او خوښي بللې، د هېواد په هره برخه کې يې خوندي او ډاډمنه فضا د هېواد د پرمختګونو سرچينه یاده کړه.
نوموړي ویلي، هره برخه کې د علم او پوهې حاصلولو موخه باید د اسلامي او ملي ارزښتونه ننګه او دفاع وي.
د کورنیو چارو وزیر د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه او دسیسه ګڼلې او ویلي یې دي، د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره به ټول په ګډه کار کوو.
خلیفه سراج الدین حقاني ځوانانو ته په خطاب کې ویلي؛ د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په کلکه ساتنه وکړئ، له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتئ او د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړئ؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شئ.
دغه راز د یادې ازموينې مخکښو ګډونوالو د هغوی ښوونکو او والدینو د دغې ستاینې او هڅونې په موخه د کورنیوچارو له رهبرۍ څخه مننه کړې او اسلامي امارت له مشرانو یې غوښتي، چې د پوهنې په برخه کې یې لا ملاتړ وکړي.
په پای کې خلیفه سراج الدین حقاني یادو لس تنو غوره زده کونکو ته یو شمېر ډالۍ هم ورکړې دي.

