ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازموینې ۲۰ تنه مخکښان وستایل

د پوهنې وزارت ویلي؛ د دې وزارت له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې ۲۰ تنه مخکښ زده کوونکي او طالب العلمان ستایل شوي.

په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا، د یاد وزارت رهبري، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، علماوو او یو شمېر مېلمنو ګډون کړی وو.

د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزیر د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د علم او پوهې پر اهمیت او رول خبرې کړي او ویلي یې دي؛ دیني علوم زموږ د ټولنې بنسټیزه موخه ده او همدارنګه عصري علوم زموږ د ټولنې ضرورت دی، موږ ژمن یو، تر څو د دواړو علومو په رڼا کې هېواد د پرمختګ په لور سوق کړو.

مولوي حبیب الله اغا د کانکور ممتاز زده کوونکي د ټولنې بااستعداده اشخاص بللي او هغوی ته یې د خپلې خوښې پوهنځیو ته د لار موندلو له امله مبارکي ویلې.

دغه‌راز د چارو ادارې لوی ریيس هم يادو زده کوونکو ته د کانکور په ازموينه کې د برياليتوب مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ د هېواد په ابادۍ او رغونه کې ستاسو په شان د پوهه ځوانانو ونډه د پام وړ ده او ستاسو مسولیت دی، چې په راتلونکي کې خلکو او هېواد ته په رښتیني ډول خدمت وکړئ.

په ورته مهال نورو ويناوالو هم د هېواد په پرمختګ کې د پوهنې پر رول خبرې کړي او يادو زده کوونکو ته يې د خپلې خوښې پوهنځيو ته د شاملېدو مبارکي ورکړې.

 په پای کې د کانکور مخکښ زده کوونکي د پوهنې وزیر او نورو مسولینو له خوا په ستاینلیکونو او ډالیو ویاړل شوي.