ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد تحصيلي نظام پیاوړی کړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د روان کال د کانکور ازموينې غوره زده کوونکي ستايلي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ خوښ يوو چې زموږ ځوانانو هم په اسلامي تعليماتو او هم په عمومي تعليماتو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره افغان ملت ته وياړونه په برخه کړل، له همدې وجې دغو ځوانانو، د هغوی کورنيو، استادانو، د ازموينې ملي ادارې مسولينو او ټولو هغو کسانو ته، چې د هېواد د اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې سهيم دي، مبارکي وايو.

مولوي عبدالسلام حنفي دغو ځوانانو ته په خطاب کې زیاته کړې، اوس د هېواد د ابادۍ او پرمختګ وخت رسېدلی دی او د افغانستان راتلونکی په تاسو پورې اړه لري.

نوموړي ویلي، په هېواد کې د اسلامي امارت په حاکميت سره سرتاسري امنیت ټینګ شوی او تاسو بايد له دې فرصت څخه په استفادې او هڅو خپل هېواد اباد او د پرمختګ پر لور روان کړئ.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ موږ په ټولو برخو کې متخصصينو ته اړتيا لرو او هيله ده، چې په راتلونکې کې ستاسو لمنځه علما، پوهان، ډاکتران، انجينران، حقوق پوهان، اقتصادپوهان او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړې، موږ هڅه کوو چې د هېواد د پوهنتونونو په بېلا بېلو تحصيلي برخو کې د دوکتورا پروګرامونه رامنځته کړو، ترڅو زموږ ځوانان وکولی شي په کور دننه خپلو تخصصي زده کړو ته دوام ورکړي.

د دې مراسمو په پای کې مولوي عبدالسلام حنفي هغو زده کوونکو ته، چې د روان کال کانکور ازموينه کې يې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي دي، ډالۍ ورکړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد اولادونه په سمه توګه زده کړې وکړي، تر څو هېواد او خلکو ته ګټور ثابت شي.