د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چینایي پروژو، ډیپلوماتیکو او مېشتو چینايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه کړې او د دغه وزارت په دوامداره همکاریو یې خوښي ښودلې ده.
نوموړي ویلي، د تېرو څو اوونیو په لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي.
شينګ د مس عینک کان د سړک پرانیسته او د جلغوزیو په برخه کې تړونونه او ورته نورې پروژې د دوه اړخیزه اړیکو څرګندوونکي یاد کړي او هېواد ته له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پر دوام یې خبرې کړي.
د کورنیو چارو وزیر هېواد ته له راستنېدونکو افغانانو سره د چین د مرستو مننه کړې او د لویو سوداګریزو او اقتصادي پروژو په برخه کې یې د را منځ ته شوي پرمختګ هرکلی کړی.
سراج الدین حقاني په هېواد کې د سوداګریزو او اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
همداراز په دې لیدنه کې دواړو لورو پر سیمهییز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

