د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن یک شنبه د ۱۴۰۳کال د اسد په ۷مه نېټه خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP)له رییس سټیفن سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون په تړاو بېلا بېلو مسایلو او چاپېریالي پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د (UNDP) مسول او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او پر ګډه همکارۍ او تعامل يې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل؛ له بده مرغه اوسمهال نړۍوالو بشري مسایل له سیاست سره تړلي دي چې دا د بشر په ګټه نه دي او زیاته یې کړه، موږ هیله لرو چې بشري موضوعات سیاسي نه شي.
ښاغلي خالص همداراز وویل؛ دا مهال د افغانستان خلک، حیوانات او نباتات د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوي دي او په دې برخه کي ګډو اقداماتوته اړتیا لیدل کیږي، هیله مو همدا ده چې رغنده او مثبت ګامونه واخلو.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ریيس په خپلو خبرو کې وویل، موږ پخوا هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مشرتابه سره د چاپېریالي موضوعاتو په هکله بېلا بیلې ناستې کړي دي او دا پروسه به دوام ولري.
د غونډې په لړ کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون رییس د دوو چاپېریالي پروژو، چاپېریالي سندونو او په ولایتونو کې د څېړنیزو چاپېریالي فارمونو جوړولو په هکله معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د (UNDP) همکاري اړینه وبلله.
د (UNDP) رییس د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ سیاست، اقلیم او خلک باید سره ګډ نه شي او زه په دې موافق یم چې خلک د سیاست قرباني نه شي.
سټیفن زیاته کړه؛ هڅه به وکړي هغه هېوادونه چې د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان د پروژو د ځنډ او خنډ لامل دي، پر دې قانع کړي چې د چاپېریالي ګواښونو اصلي قربانیان غریب خلک دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او د COP 29 نړۍوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت استازو ته د ګډون په برخه کې به خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکړي.

