تېره چهارشنبه د شمالي کلفورنیا په ځینو برخو کې بل شوي اور زور اخیستی او د چیکو په شمال ختیځ کې یې له ۳۴۸ جرېبه ډېره ځمکه سوځولې ده.
د کلفورنیا د اور وژنې اداره وايي، چې دا مشکوکه قصدي اورلګېدنه په یوه ساعت کې ۲۰ مربع کیلو متره یا ۸ مربع مایله مخته ځي او پرون د شنبې په ورځ صفر سلنه کنټرول شوې ده.
د اور وژنې ادارې مسولین وايي، چې سږ کال په ایالت کې دا تر ټولو لوی اور دی او په یوه ساعت کې ۵۰۰۰ جرېبه په سرعت خپرېږي.
په کلیفورنیا کې بېړنی حالت اعلان شوی، خلک له سیمې وتلي او د اور وژنې ګړندۍ هڅې روانې دي.

