د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ملا محمد حنیف حمزه، د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس ډاکتر ملا عبدالواسع او له دوي سره مل پلاوو په یوه ګډ سفر کې د پنجشیر ولایت د برېښنا له تولیدي بند پارندې څخه لیدنه کړې.
دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې له څو میاشتو را په دېخوا پنجشیر ولایت کې د برېښنا تولیدي کارخونې د چارو بشپړېدو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت له قراردادي شرکت سره د خپلو نظارتي تخنیکي ټيمونو په ملتیا د دغې پروژې چارې ۹۹٪ بشپړې کړي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس د یاد بند څخه د لیدنې پر مهال د برېښنا شرکت د رهبرۍ د نه ستړي کېدونکو هڅو ستاینه کړې او ویلي يي دي، ستاسې دا ډول روانې او ګړندۍ هڅې به یوه ورځ افغانستان د برېښنا له اړخه یو پیاوړی هېواد کړي.
ورته مهال د برېښنا شرکت عمومي رییس ویلي، موږ تل هڅه کوو تر څو د برېښنا د داخلي تولیداتو د زیاتوالې په موخه چټک ګامونه واخلو.
نوموړي قراردادي شرکت ته سپارښتنه کړې، چې د یادې پروژې چارې دي پرته له کومې نیمګړتیا او ستونزې څخه بشپړې شي.
ملا محمد حنیف حمزه همدا راز د برېښنا شرکت د پروژو د پلي کېدو مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د پروژې له کاري بهیر او کیفیت څخه دې پرته له دمې نظارت وکړل شي ترڅو د پنجشیر ولایت ولسونو ته د صنعت، سوداګرۍ او زراعت په برخه کې د داخلي منابعو څخه ډاډمنه او تلپاتې برېښنا برابره شي.

