د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د تېرې ادارې له یو شمېر والیانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو پخوانيو والیانو د اسلامي امارت د پالیسیو ستاینه کړې، د هېواد په روان وضعیت یې خوښي ښودلې او د دوام لپاره يې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.
نوموړو ویلي؛ اوس چې په هېواد کې سرتاسري امنیت راغلی، د هر افغان مال او عزت خوندي دی، نو زموږ د ټولو مکلفیت دی، چې د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږو او د دې نظام د ثبات او دوام لپاره ګډ کار وکړو.
دوی همداراز خپلې تجربې، مشورې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور او اسلامي امارت یې شریک نظام دی، له تبعيض پرته د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام د افغانستان د مجاهد ولس په سرښندنو راغلی، نو اسلامي امارت به هېڅکله هم له خپل ملت خیانت ونه کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې عمومي بښتې اعلان کړې، هېڅوک حق نه لري چاته پېغور ورکړي یا د تېرو کړنو له امله چاته ګوته ونیسي.
سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، پر ټولو بهر مېشتو هېوادوالو غږ کړی، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دلته په عزت ژوند وکړي.

