د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) معاونیت پلاوي مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی مېرمن روزا اوتنبایوا په خپلو خبرو کې بېلا بېلو ولایتونو ته د سفر په جریان افغانستان کې د امنیت په ټینګښت او په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي ښودلې.
مېرمن روزا اوتنبایوا ویلي، ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د ادامې غوښتونکی دی او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې هیله کړې، چې مستحقو خلکو ته د دې مرستو رسولو په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړې د دوحې د دریمې ناستې او د دوحې ناستې د هوکړهلیکونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ دې سازمان له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې، له ناچاودلو ماینونو څخه د ځمکې د پاکولو، د چاپیریال ساتنې او نورو برخو کې ډېر پروګرامونه لري، چې د هغو عملي کول د اسلامي امارت همکارۍ او په دې هېواد کې د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په موخه د مسولینو کوښښونو ته اړتیا لري.
مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت پلاوي مشرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه والي په موخه د یاد پلاوي د هڅو قدردانی کړی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت د مشرانو او مسولینو د کوښښونو په پایله کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د نشه يي توکو کښت، قاچاق، استعمال او سوداګري له منځه تللې او اداري فساد ختم شوی دی.
نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په بېلا بېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو په پلي کېدو کې کوښښ کوي.
ښاغلي حنفي د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې دې همکاري وکړي.
مولوی عبدالسلام حنفي ویلي؛ موږ په ملګرو ملتونو سازمان کې اسلامي امارت د افغانستان د څوکۍ د ورکړې، د تحریمونو د ختمولو، له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو د لرې کولو او همدارنګه د ټولو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتونکي یوو.
اداري مرستیال زیاته کړې؛ موږ په دې باور یوو چې دا محدودیتونه نه یوازې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي، نو لازمه ده چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لرې شي.

