د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت څخه یو زر او ۳۰۰ تنه محصلات فارغ شوي دي.
په دې اړه جوړ شوې فراغت غونډه کې د ریاست الوزرا ادراي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د لوړو زدکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی وو.
مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې له رهبري پلاوي څخه د دې مراسمو د جوړولو په پار مننه کړې او فارغ التحصیلانو، د دوی کورنیو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ته مبارکي ورکړې او ویلي يي دي؛ د خوښۍ ځای دی، چې نن د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت له بېلا بېلو ډیپارټمنټونو څخه یو زر او ۳۰۰ تنه فارغېږي او د ادارو او خصوصي سکتور په بېلا بېلو برخو کې د خپل هېواد په ابادۍ او رغونه کې ونډه اخلي.
نوموړي نویو فارغ شویو محصلانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسې کلونه د علم، هنر او حرفې د زدهکړې لپاره هڅه کړې او زحمت مو ګاللی، چې نن ورځ مو ثمره په لاس راوړه او د خپلې کورنۍ، دوستانو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ویاړ ګرځېدلي یاست.
د ریاست الوزرا ادراي مرستیال ازادۍ، خپلواکۍ، اسلامي حکومت، امنیت او ثبات او په هېواد کې د درې ګونو محکمو له لارې د عدالت ټینګښت ته په اشارې زیاته کړې؛ نن زموږ په هېواد کې هیڅوک نشي کولی اسلامي مقدساتو ته سپکاوی وکړي، د ودونو محفلونه بمبار کړي، د خلکو کرکيله وېجاړه کړي، پر چا ظلم وکړي یا له عدالت څخه تېښته وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي نویو فارغ شویو محصلانو ته ویلي؛ نن تاسې ډاډمن امنیت کې درس ولوست، ټول امکانات، لابراتوارونه، د استادانو معاشونه او نور لګښتونه مو د اسلامي امارت له لورې ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ امکان لري په ځینې برخو کې نېمګړتیاوې وي، ولې دغه نېمګړتیاوې کولی شو د یوه بل په همکارۍ اصلاح او خپل هېواد اباد کړو، اسلامي امارت د ښوونې او روزنې د پراختیا په لټه کې دی که هغه لومړنۍ، منځنۍ، لېسې یا هم د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو یا لوړو زدهکړو په برخو کې وي، ترڅو افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې د یو پرمختللي او مسلکي سیستم څخه برخمن شي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، تر اوسه په ځینو رشتو کې مسلکي کسان شتون نه لري او د دې نېمګړتیا او نشتون د حل په موخه باید تخنیکي او مسلکي تعلیمات پراختیا ومومي، ترڅو د هېواد دننه متخصص وګړي وروزل شي، دا زموږ د هېواد او خلکو لپاره یوه اړینه اړتیا ده.
نوموړي ویلي؛ بهرنیانو کلونه کلونه په بېلا بېلو بهانو له هغې ډلې د نشه یي توکو لمنځه وړلو په بهانه په افغانستان کې شتون درلود او پایله یې هم موږ ولیدله، چې نورو هېوادونو ته د نشه یي توکو پر قاچاق سربېره یې زموږ پینځه میلیونه هېوادوال په نشه روږدي کړل، چې له دې جملې یې یو میلیون ښځې او ماشومان دي.
د اسلامي امارت په حاکمیت سره د معتادینو راټولول او درملنه او هغوی ته کار پیدا کول پیل شوي، ترڅو د سالمو او فعالو کسانو په څېر بېرته ټولنې ته ورستانه شي.
همدا راز مولوي عبدالسلام حنفي یادو ځوانانو ته ويلي؛ افغانستان په بشپړ ډول یو اسلامي هېواد دی، تاسې باید په لومړي قدم کې له اسلامي عقایدو او احکامو سره بلدتیا ومومئ او په دوهم قدم کې زموږ د هېواد افغانستان د ابادۍ او رغونې لپاره د تخنیک، ټکنالوژۍ او بېلا بېلو حرفو پر علم سمبال شئ.
نوموړي بهر ته د ځوانانو کډوالۍ ته په اشارې زیاته کړې؛ له افغانستانه تېښته په هیڅ عنوان حللاره نه ده، ځکه زموږ زیات شمېر هېوادوال او ځوانان چې له قاچاقي لارو څخه کډوال کیږي هدف ته د رسېدو په موخه په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا هم په سمندرونو کې غرقېږي او له ډول ډول سپکاوي او سختو کارونو سره مخ کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له ځوانانو غوښتنه کړې، چې په هېواد کې پاتې شي او د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

