ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د کار ملي کنفرانس جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي او اداري مرستیالانو په حضور کې د کار ملي کنفرانس پرانیستل شو.

یاد کنفرانس کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت جوړ شوی، د ریاست الوزرا په مرستیالانو سربېره د کابینې، خصوصي سکټور، علمای کرامو او بین المللي سازمانونو یو شمېر غړي او د پوهنتون استادان ګډون کړی.

د یاد کنفرانس د پرانیستې پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلی او د یاد کنفرانس د موخو په اړه یې معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو ستونزو ته پام کوي او په ټول هېواد کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي عمري د دې په بیانولو سره چې په هېواد کې بې‌کاري او فقر د ټولو ادارو همغږۍ او ګډې مبارزې ته اړتیا لري زیاته کړې، چې دا کنفرانس زموږ لپاره مهم دی او هڅه کوو له اړوندو ادارو او د صنعت، کانونو استخراج او د کرنې سکتورونو او نورو اړوند ارګانونو سره په همغږۍ خلکو ته د لازیاتې کاري زمینې برابرولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

وروسته د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کار ملي کنفرانس له جوړونکو د قدردانۍ ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده او د اسلام مقدس دین هم ټول مسلمانان د حلال رزق ګټلو ته هڅوي.

نوموړي د کار ملي کنفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا پیغام ولوست.

په دې پيغام کې یادونه شوې وه، چې بې‌کاري او فقر زموږ د ټولنې له ستونزو څخه یوه مهمه ستونزه ده، چې د تېرو څلور نیمو لسیزو د جګړو او پردیو مداخلو محصول او د افغانستان اسلامي امارت ته په میراث پاتې شوې ده.

د اسلامي امارت رییس الوزرا په خپل پیغام کې د خصوصي سکټور له کارکوونکو غوښتي، چې د اسلامي امارت لخوا د رامنځته شوي بهتر کاري ماحول او پانګونې لپاره له لازمو اسانتیاوو سالمه استفاده وکړي، د ضرورت وړ ساحو کې دې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي، تر څو په مشترک ډول وتوانېږو له فقر او بېکارۍ سره څرنګه چې ایجاب کوي، مبارزه وکړو.

نوموړي په خپل دې پیغام کې له مرستندویه سازمانونو او هغو هېوادونو چې له افغانستان سره د کار او اشتغالزایي په برخه کې توافقات او همکاري لري غوښتنه کړې، چې افغان ولس سره په دې خاصو شرایطو کې د کارموندنې او کارګرو د استخدام په برخه کې مرسته وکړي.

وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دوامداره جنګ، اشغال، د بشري قوې کمبود، مافیایي او جرمي اقتصاد او مناسب مارکیټ ته د افغاني محصولاتو نه لاسرسی د بېکارۍ عمده لاملونه دي چې اسلامي امارت په ښه تدبیر او د مسؤلیت په درک سره په دې برخو کې اغېزمنه مبارزه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، اسلامي امارت د محدودیتونو باوجود د بې‌کارۍ د لاملونو لپاره نوې حللارې موندلي، ترانزیټي لارې یې پرانیستي، له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره یې نېک او حسنه روابط ټینګ کړي او خصوصي سکټور ته یې د پانګونې په موخه لازیاتې اسانتیاوې ایجاد کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت تر اوسه په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې او د ګاونډیو په شمول له عرب هېوادونو سره په تفاهم کې دی، ترڅو مسلکي او نیمه مسلکي افغان کاریګر د کار په موخه دغو هیوادونو ته واستوي.

وروسته د چارو ادارې لوی رییس شیخ نور الحق انور په خپلو خبرو کې ویلي، اسلامي امارت په مدیریتي برخه کې توانېدلی باتجربه او د اکاډمیکې سابقې لرونکي اشخاص په دندو وګماري، په دولتي ادارو کې د سالم رقابت فضا حاکمه ده او افراد د وړتیا او اهلیت پر بنسټ مقرر شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي هدایت الله بدري، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګونو او مالدارۍ سرپست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف او د لوړو زدکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کارموندنې او د کار ملي کنفرانس په اړه د خپلو مربوطه وزارتونو د کړنو په هکله معلومات بیان کړي.

دوی له افغانستان سره د کارموندنې په برخه کې د بین المللي ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د تولیداتو د کچې لوړول، د فابریکو د فعالیت له لارې د کاري فرصتونو ایجاد، د سوداګریزو توکو په وارداتو او بیو کې کموالی او له سیمه ییزو او بین المللي شریکانو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا افغانستان په پرامنه ترانزیټي مسیر بدل کړی دی.

یادو مسؤلینو دې ته په اشارې چې کار کول د خیر او نجات لار ده او حضرت محمد صلی الله علیه و سلم هم پر کار کولو ټینګار کړی ویلي، چې د اسلامي امارت په بریا سره د کارموندنې او سترو زېربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي دي. دغه راز د کرنې، صنایعو، سوداګرۍ، مخابراتو، ښوونې او لاسي صنایعو سکتورونه د کارموندنې په برخه کې اغېزمن رول لري او باید د دې برخو پیاوړتیا ته لا زیاته پاملرنه وشي.

یادو وزیرانو زیاته کړې، هڅه کوو چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړو، له ټولو سوداګرو غواړو چې کورني محصولات په هیواد کې دننه پروسس او بیا بهر ته صادر کړي، همدارنګه له خصوصي سکتور سره د کارموندنې په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوو.

یاد کنفرانس ته په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس ډاکټر رامین بهزاد په خپلو خبرو کې ویلي، د کار بین المللي سازمان پر کارموندنې، د تشبثاتو پر پیاوړتیا، د کار پر تضمین او ټولنیز مصؤنیت تمرکز لري.

ډاکټر بهزاد د دې په بیانولو سره چې د کار بین المللي سازمان به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي ویلي، په دې وروستیو کې موږ هڅه کړې چې سیمه ییزو مهارتونو ته وده ورکړو او پدې باور یوو چې خلکو ته د کارپنځونې زمینې برابرول د فقر کچه راټیټوي.

په همدې ترتیب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند او د افغانستان د کارګرو ټولنې یو تن استازي انجنیر نورالدین فاروقي په خپلو خبرو کې په هیواد کې د امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، زموږ هیواد پرېمانه ګران بیه طبیعي کانونه او سرچینې لري چې باید مشروع ګټه ترې واخیستل شي. دغه راز دوی هیله څرګنده کړه چې زموږ بشري ځواک دې د کار د بازار د غوښتنو مطابق ټولنې ته وړاندې شي.

یاد کنفرانس ته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار وحیدالله فریادي په افغانستان کې د کارموندنې فرصتونو لپاره د کرنیزو محصولاتو د تولیداتو او صادراتو د نسبي ګټو په اړه هم خپله مقاله وړاندې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د کار ملي کنفرانس به نن هم دوام ولري او د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالان به ورته وینا وکړي، کاري کمېټې به د خپلو بحثونو پایلې شریکې او بېلابېلې علمي او څېړنیزې مقالې به پکې ولوستل شي، همداراز به د مختلفو امارتي ادارو ترمنځ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.