د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد وزارت یو شمیر ولایتي رییسانو په ملتیا بلخ ولایت ته رسیدلی او د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسیر له (لومړي، دویم، دریم، څلورم او پینځم) سټیشنونو او پورټونو او د ياد مسير د ترمیماتي چارو له جریان څخه يې لیدنه کړې.
د ټولګټو وزير د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسولينو ته لارښوونه کړې، چې ژرتر ژره باید د يادې پروژې ترمیماتي چارې بشپړې شي، ترڅو د سوداګریزو توکو لیږد – را لیږد او ريلي انتقالات د مزار شریف تر ښار (څلورم او پینځم) پورټ پورې راورسيږي.
همدارنګه ملا محمد عیسی ثاني د بلخ ولایت د عوایدو له امریت څخه هم لیدنه کړې او مسولينو ته يې د عوايدو د کنټرول او په شفاف ډول راټولولو په تړاو هم لازمې لارښوونې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د حیرتان-مزارشریف اصلي او فرعي اوسپنیزه کرښه له صفري نقطې څخه تر پینځم پورټ پورې ټولټال ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې اوزبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد له بلخ ولایت سره نښلوي.
دا مهال د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد د تخليې او بارګیرۍ پروسه یوازې په حیرتان بندر کې ترسره کیږي، چې د یادې ترمیماتي پروژې په بشپړیدو سره به ريلي انتقالات د مزار شریف ښار دننه په څلورم او پینځم پورټ کې هم پیل شي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم او رغونې سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته بشپړې اسانتیاوې چمتو کړي.

