د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ملا محمد نادر خالد په شمال زون کې د یوناما بشري حقونو له مسول لیونارډ سواریز سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د یوناما دفتر د بشري حقونو له مسول سره شریکې کړې او له نوموړي یې غوښتنه کړې، ترڅو یتیمانو او معلولینو ته د زده کړو، کاري فرصتونو او بهر ته د درملنې په موخه د معلولینو د لیږلو زمینه برابره کړي.
د يوناما د بشري حقونو مسول د جګړې د قربانيانو او بې ځايه شويو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د دې دفتر د فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړي او د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

