پوهنې وزیر د بلخ پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د دې سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه، ۳۰۰ زره او ۶۹۷ افغانیو په لګښت د درې بابه دیني مدارس او درې بابه ښوونځیو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارلې.
د پوهنې وزیر په مرکز مزارشریف ښار کې «د المهتدون مدرسه»، د ۳۵ مېلیونه افغانۍ په لګښت، د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې «د حنیفه البیضاء مدرسه»، د ۱۱ مېلیونه افغانۍ په لګښت او په مزارشریف ښار کې د حسن بن علي « کرم الله وجهه» دیني مدرسه، د څلور مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوي ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د پوهنې وزیر همداراز د مرکز اړوند هوايي بلاکونو عالي لېسه، د ۳۸ مېلیونه، ۳۸۷ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت، په مزارشریف کې «د مهجوبه هروي لومړني ښوونځي ودانۍ » د ۲۵ مېلیونه، ۶۶۰ زره او ۲۵۰ افغانیو په لګښت او همداراز د یاد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې «د ملا افغان منځنی ښوونځی» چې د اته مېلیونه، ۲۵۲ زره او ۶۴۷ افغانیو په لګښت یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي هم ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د يادونې وړ ده، د بلخ عالي دارالعلوم هم د پورتنيو ښوونیز بنسټونو د ودانيزو پروژو له جملې څخه دى، چې په دې وروستيو کې يې د جوړېدو چارې پيل شوې او لګښت يې پینځه مېليونه افغانۍ اټکل شوى دى.
ياد ښوونيز بنسټونه د پوهنې په برخه کې د همکارو ادارو په مالي مرسته رغول شوي دي.

