ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ په تېره یوه اونۍ کې د النصیرات کډوالو پر کمپ ۶۳ بریدونه شوي

د غزې د رسنیو دفتر وایي؛ تېره یوه اونۍ کې اسرائیلي یرغلګرو د النصیرات د کډوالو پر کمپ ۶۳ بریدونه کړي.

په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱ فلسطینیان شهیدان او ۲۵۱ نور ټپيان شوي دي.

النصیرات پنډغالی د غزې مرکزې برخه کې موقعیت لري او زرګونه فلسطیني کډوال پکې استوګن دي.

اسرائیلو د غزې پر بېلابېلو برخو بریدونه جاري ساتلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د رفح ښار په بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۴ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

تازه صهیونیستي عسکرو د خان یونس په ختیځه برخه کې له سیمې د وتلو خبرپاڼې غورځولې او سملاسي یې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

یوه اونۍ وړاندې اسرائیلي یرغلګرو د خان یونس په لوېدیځ کې په المواسي سیمه بریدونه پیل کړل او د سیمې اوسېدونکي یې ختیځ ته په تګ اړ کړل او اوس بیا ترې غوښتل شوي، چې بېرته لوېدیځ ته ولاړ شي، چې په حقیقت کې یوه خوندي سیمه نه ده.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۹۸۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ زره او ۷۲۷ نور ټپیان شوي دي.