ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې؛ اسلامي امارت د زده‌کړو لپاره هر ډول زمینه برابروي

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یو شمېر غړو، د ازموینې ملي ادارې مشر او د يو شمېر نورو ادارو مسولینو هم ګډون کړی و.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کانکور ازموینه کې بریالي شویو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، بې پایلې زده کوونکې دې د مایوسۍ پر ځای خپلو زده کړواو په راتلونکې ازموینه کې پر بریالي کېدو تمرکز وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ دا مهال د قوش تېپې کانال په ګډون ګڼې لویې پروژې د افغان کادرونو او مسلکي کسانو لخوا پر مخ وړل کیږي او اسلامي امارت هڅه کوي په پوهنتونونو کې د وړ کسانو روزنې ته لا غوره زمینه برابره کړي، ترڅو هېواد مو د خپلو افغانانو په لاس ورغول شي.

 نوموړي ويلي؛ د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی او استادانو د هېواد د بچیانو روزنې ته پاملرنه زياته کړې او همداراز یې له زده کوونکو او محصلینو څخه خپلو زده کړو ته د لومړيتوب غوښتنه کړې.

سیاسي مرستیال په نړيوالو مسايلو کې د اسلامي امارت په هکله د چین او روسیې دريځ ستایلی او ویلي يي دي، دا مهال په بهر کې د اسلامي امارت ۴۰ سیاسي استازولۍ فعالې دي.

 د رياست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ په سیمه کې ځينې کړۍ او هېوادونه د ناسمو معلوماتو یا خپلو منافعو پر اساس غرضي تبلیغات او څرګندونې کوي، خو د اسلامي امارت دریځ روښانه دی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته خطر متوجه نشي او هېوادونه دې هم د خپل بام واورې پر افغانستان نه غورځوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر اساس هڅه کوي له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښې اړیکي ولري، خو دغه دريځ بايد د اسلامي امارت په ضعف تعبیر نشي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په افغانستان کې د هیچا فرمایش نه منل کېږي، بلکې د فرمایشونو او ناسمو تورونو پر ځای دې پر واقعیتونو تمرکز او د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره شي، ترڅو له دغو فرصتونو څخه په استفادې ګډه همکاري رامنځته شي.

په یادو مراسمو کې همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره مسلکي او مجربو ځوانانو ته اړتیا ده.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، ازموینه د پټو استعدادونو او وړتیاوو د ښکاره کولو لپاره یو مهم پړاو دی او بریالي شويو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ يې له هغوی غوښتي، چې خپل وخت ضایع نه کړي او د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره زیار وباسي.

په دې ناسته کې د ازموینې ملي ادارې مشر مولوي عبدالباقي حقاني او یو شمېر نورو مسولینو هم خبرې وکړې.

 سږ کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره د اتل خان په نوم د کابل ولایت اوسېدونکی دی، چې د (۳۵۹،۶۱) نمرو په اخیستو سره د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.